په کابل کې د روشنایی غورځنګ پر غړو د برید ورسته غبرګونونه
د هیواد اوسیدنکی د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه کړي چې د لاریونکونکو د امنیت په ټینګښت کې یی غفلت کړی دی.
دا کسان د یوالي حکومت مشران د دې هیواد د خلکو پر حق غوښتنو کې په بی پروایی تورنوي،او دا برید پر عدالت غوښتنې برید بولي.
د آماراو پر بنسټ په دې برید کې ۸۱ تنه وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي،ویل کیګي چې د داعش ډلې دا برید پر غاړه اخیستی او طالبانو بیا دا برید غندلی دی.
له دې برید ورسته د هیواد بیراغ نیمه ځوړند شو او د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې ورځ یی ملي ماتم اعلان کړه.
د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو خاورمیانه ته وویل:د روشنایی غورځنګ پر غړیو برید یو ځل بیا دا ښکاره چې ترهګر حد او مرز نه پیژني او د انسانانو وژنه هغوي ته کومه معنی نلري.
دا ښاریان وایی چې د دې برید عاملین باید تر پیژندنې ورسته په علني توګه محاکمه شي.
په ورسته حال کې یو شمیر مدني فعالین او د هیواد پیژنده څیرو دا برید غندلی او د قربانیانو کورنیو ته یی د رسیدنط غوښتنه کړې ده.
احمد سعیدي چې له برید ورسته سیمې ته راغلي و غوښتنه یی وکړه چې د دهمزنګ څلور لاره باید د روشنایی غورځنګ شهیدانو په نامه بدلون ومومي.
نړیوال غبرګونونه
د نړیوال سازمان د امنیت شورا هم د یوې اعلامیه په خپرولو سره یی دا برید غندلی او په افغانستان کې د بحراني وضعیت په اړه اندیښمن دی.
د بشري حقونو څیړونکو هم دا برید غندلی او ویلي دې له طالبانو سره داسي هیڅ ډول ژمنه نشته چې غیر نظامي کسان به په نښه نکړي.
په کابل کې د امریکا سفارت هم دا برید غندلی او ویلی دی چې امریکا به له افغانستان د افرادي ډلو او ترهګري پر وړاندې مبارزه کې ولاړ وي.
د هند لومړي وزیر هم د دې برید په غندلو سره ویلی دي چې پر بیګناه کسانو دا یو ناځوانه برید و.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي؛په افغانستان کې بمي چاودنې د داعش ډلې د شرارت یوه بله بیلګه ده، شیعه او سني دواړه قربانیان دي او د افراد ګرو د ماتې لپاره باید دواړه یوځای شي.
په کابل کې د روشنایی غورځنګ دا دوهم لاریون دی چې د ترکمنستان ۵۰۰ کیلوولټ بریښنا لپاره ترسره کیګي.
لاریون کونکو د عدالت غوښتنې شعار ورکولو او له حکومت څخه یی د متوازن پراختیا غوښتنه کوله.