په عراق کې د ابوبکر البغدادي مرستیال ووژل شو

د عراق دفاع وزارت په وینا د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي مرستیال د دې هیواد په شمال  دیالي ولایت کې له منځه تللی.

۳

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د السومریه نیوز ټلویزیون له خولې،د عراق دفاع وزارت اعلان وکړ چې د ابوبکر البغدادي مرستیال د دې هیواد په شمال کې د دیالي ولایت کې د عراقي سرتیرو عملیات کې له منځه تللی او یو شمیر ملګري یی ټپیان شوي دي.

هغوي زیاته کړه:  په دجله کې د عراقي سرتیرو په عملیاتو کې د ابوبکر البغدادي بل مرستیال هاشم نصیب جاسم الحیالي د ابوصیدا ناحیه او المخیسه سیمه کې له منځه تللی او د نوموړي یو شمیر نور ملګري هم ټپیان شوي دي.

دا عملیات ورسته له بشپړو معلومات درلودلو څخه ترسره شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *