تونس او سوریه له ترهګرو سره د ځوانانو له یوځای کیدو مخنیوي په موخه همکاري کوي

د تونس هیواد د یوه ګوند مشر له سوریه سره د دې هیواد په امنیتی برخو کې له همکارې څخه خبر ورکړ:د تونس امنیتي څانګي د سورې له امنیتي څانګو سره د ترهګرو د کړنو مخنیوی او پیژندلو په برخه کې له یو بل سره امینتي اړیکي لري.

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،د تیار شعبي ګوند منشي زهیر احمدي د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره د لیدنې څخه خبر ورکړ.نوموړی وویل چې بشار اسد د تونس دولت سره د خپل هیواد له پوره مرستو څخه چمتوالی وښودو او وویل چې د سوریې دولت به د تونس هیواد هغه ترهګر چې دې هیواد ته د ترکیې او لیبي له لارې راغلي بیرته تونس ته واستوي.

زهیر احمدي په دوام کې وویل: د تونس ګڼ شمیر ترهګر د ترکیې اطلاعاتي دستګاه له لارې سورې ته ځي او په دې هیواد کې ترهګري پیښي ترسره کوي.

په ورته حال کې،کارپوهان هڅه کوي ترڅو دا امنیتي همکاري او د سورې په هیواد کې د ترهګرو پر وړاندې لانجي کمي کړي؛ځکه چې هغه ترهګریز عملیات چې په ظاهره توګه اختلافات ښکاروي او له دغو ډلو امریکا او نور هیوادونه چې دسته بندي لري، د تاوتریخوالی روح،بی رحم او غیر انساني کړني دي،لکه څنګه چې په دې ورستیو کې په رسنیو کې د یوه فلسطیني ماشام د سر پریکولو شاهدان و چې دا کار د نورالدین الزنکي هغې ډلې لخوا ترسره شوي چې د امریکا لخوا یوه معتدله ډله بلل شوي وه ـ د حندرات په اردوګاه د حلب په حومه کې یوو.

ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړه چې په هغه کې د نورالدین الزنکي ترهګرو غړو له یو ماشوم څخه د چاړۍ په واسطه  سر پرۍ کولو.بیلابیلو ټولنیزو شبکو اعلان وکړ چې دا ماشوم ۱۲ کلن و او په وحشیانه توګه د نورالدین الزنکي هغې ترهګرۍ ډلې لخوا یی سر پرۍ کړو چې امریکا دوي یوه متعدله ډله بللی وه.

Author

خروج از نسخه موبایل