دافغانستان د شیعه عالمانو شورا پر لاریون کونکو برید یو وحشیانه کړنه وباله

د افغانستان شیعه عالمانو شورا د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره د روشنایی غورځنګ لاریون کونکو په منځ کې برید یو وحشیانه غیر انساني او غیر اسلامې کړنه وباله.

۱۱

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د روشنایی غورځنګ لاریون کونکو په منځ ځانمرګی برید غندلی دی.

د دې بیانیې متن په دې ډول دی:

بسم الله الرحمن الرحيم!

وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا. قران کریم؛

د روشنایی غورځنګ لاریون کونکو او د حق غوښتونکو په منځ کې برید ترسره کول یو وحشیانه او وحشتناکه کړنه ده چې د دې برید له کبله له ۲۰۰ څخه زیات شمیر خلکو ته مرګ ژوبله واوښته او دا یو غیر انسانې او غیر اسلامې کړنه ده.

د افغانستان د عالمانو شورا د انسانیت ضد دا کړنه په کلکه غندلې ده، او دوی له الله(ج) له دربار څخه وژل شویو کسانو ته لوړې درجې او د دوي خپلوانو ته صبر او د ټپیان لپاره عاجل او بشپړ صحت غواړو.

او د افغانستان له دولت څخه غواړو چې ژر تر ژره دې د دې پیښي اړوند کسان ونیسي او د قانون له مخې هغوي د محکمه او مجازات کړي.

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *