خلک د حکومت او مشرانو د واک غوښتنې قربانیان

کابل، د افغانستان پلازمینه یو ځل بیا د یوه خونړی برید شاهد و؛دا پيښه د داسي کسانو په منځ کې وشوه چې د خپل قانوني حق غوښتلو لپاره یی لاریون کړی و.

۲۲

د اسد دوهمه د لاریون کونکو لپاره چې د روشنایی غورځنګ له لورې په لاره اچول شوي وه په یوه تیاره ورځ بدله شوه او یو شمیر کورنې د خپلو نازولو په ماتم کې کیناستل او یو شمیر نور په روغتونونو کې د خپلو عزیزانو د رخصتیدو په تمه دي.

شاید په دې ټپیانو کې داسي کسان هم وي چې نور به د دې توان ونلري چې خپل ژوند په عادي ډول مخ ته یوسي او د خپل ځان یو شمیر برخې لکه لاس، پښي سترګي او نور یی له لاسه ورکړي وي.

په هر حال، په دې منځ کې ښکیلي خواوي (د روشنایی غورځنګ پخوانې او نوي مشران) د اسد د دوهم پيښي پړه د یو بل په غاړه اچوي.

د اسد په دوهمه کله چې لاریون کونکې د امنیتي سرتیرو له ممانعت سره مخ کیګي د دهمزنګ په څلور لاره کې د خیمو په جوړولو لاس پورې کوي چې ډیره لویه چاودنه رامنځ ته کیګي.

په دې برید کې له ۳۰۰ څخه زیات شمیر کسان شهید او ټپي کیګي چې له دې څخه ۸۳ تنه وژل شوي دي او دا د دې ښکارندوي کوي چې ۸۳ کورني په مصیبت کې شول.

د روشنایی غورځنګ دا دوهم لاریون و چې له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلوولټ برق د لین تیرول د بامیان له لارې و  د دې لاریون لومړی ځل د ثور په میاشت کې د ګڼ شمیر خلکو په ګډون پرته له کومې ستونځې ترسره شول.

د دوهم لاریون څو ورځې مخکې یو شمیر جهادي کسان هم د روشنایی غورځنګ سره په یوه غګ وو خو ورسته بیا له حکومت سره یوځاي شول.

دا بیلتون د روشنایی غورځنګ لپاره چندان محسوس نشو لا یو شمیر نور مشران هم د دوي سره ولاړ و؛ خو پاتې مشران په کرتو پر خپلو غوښتنو ولاړ و او خلک هم له دوي سره یو ځاي وو.

خو ناڅاپه د خلکو یو شمیر مشران له روشنایی غورځنګ څخه بیل شول چې لاریون ته یوه ورځ پاتې وه؛ په دې وخت کې د روشنایی غورځنګ یو شمیر ځوان مشران د خلکو ترڅنګ ولاړ پاتې شول او د دوي پر وینا خپلو د حق غوښتنو ته یی دوام ورکولو.

دا مشران په داسي حال کې چې ویل کیګې دولت له دوي څخه د توتاپ برق موضوع په خاطر وخت اخیستی وو؛ پر خپلو موضع ولاړ پاتې شول او له خلکو څخه یی وغوښتل ترڅو په لاریون کې ګډون وکړي.

له دې لاریون مخکې د کابل امنیتي چارواکو د بریرونو له احتمال څخه خبر ورکړی وو؛ خو د خلکو پالنې عزم په لاریون کونکو کې شتون درلود او دا لاریون ترسره شوو.

د روشنایی غورځنګ نوی مشرانو د ټولو تهدیدونو سره خلک یی دې لاریون ته وبلل او په خپله هم د لاریون کونکو په لومړې کرښه کې ولاړ شول.

دا چې ولي دا لاریون ترسره شوه هغه سوال دي چې ځواب یی ټول په خپله ګټه ورکوي.

خو هغه څه چې زیات اړین دې دا دې چې د روشنایی غورځنګ لاریون کې چې د دهمزنګ په سیمه کې ترسره شو بیا هم بیګناه کسان ووژل شول او زیات شمیر نور هم ټپیان شول؛هغه عامل چې په هیواد کې له ۹۰ څخه زیاتو پیښو کې ښکاري.

په دې منځ کې که د روشنایی غورځنګ نویو او پخوانیو مشرانو کوم امتیازونه لارس ته راوړي وي؛یوازي شخصي ګټې وي او هغه خلکو چې د زړه له کومې د خلکو پالنې لپاره ګډون کړی وه هیڅ ګټه یی ونکړه او د دوي کورني داغداره پاتي شول.

همدا څو ورځې تاخیر هم کولي شي د نویو مشرانو ته د څرګندیدو زمیني هواري کړي او یو ځل بیا خپل هغه ځای لاس ته راوړي چې په ډیر آند د دوي له لاسه وتلي دی.

اوس سوال دا دی چې که د روشنایی غورځنګ پخواني مشران له هر ډول پیښي څخه خبر وو؛ولي یی د لاریون څخه مخنیوی ونکړ او ولي د خپل ځای او د خلکو ځان ساتني لپاره یی هیڅې ونکړې او د دې غورځنګ نویو مشرانو ولي خپلو ګټو ته رسیدو لپاره د خلکو له وینو سره لوبي وکړي؟

همداشان له دولت څخه هم دا سوال کیګې چې د ټولو ګواښونو شتون ترڅنګ ولي یی په جدي توګه تدابیر ونه نیول، ترڅو پرته له وینو تویونو څخه د روشنایی غورځنګ غوښتنو ته ځواب وواي؟

په هر صورت د افغانستان خلک تل د قدرت غوښتنو او فرصت غوښتنو قربانیان دي چې دوي ته هیڅ ډول ګټه نلري او یوازد هغوي کورنیو ته یی داغ او مصیبت پاتې کیګي.

اوس د اسد د دوهمې نیټي د قربانیانو مسول کسان څوک دي؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *