د اسد ۳ عمومي ماتم اعلان شو،لاریون د لسو ورځو لپاره منع شو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې پر مظاهره چیانو له برید وروسته په خپلې لومړنۍ وینا کې دا برید د افغانستان د”حیله ګر دښمن ناځوانه برید ” وباله او په کلکه یې وغنده.

۱

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، ولسمشر غني د وژل شویو په درناوي او د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږي په خاطر سبا د یکشنبې ورځ ( جولاۍ ۲۴) په افغانستان کې ملي ماتم اعلان کړ.

ښاغلي غني ګواښ وکړ، چې ” له برید ګرو، چې هر چېرته وي، غچ به واخلي. ” نوموړي وویل، چې دغه برید د افغانانو ترمنځ د ” بې اتفاقۍ د پيدا کولو” په موخه شوی دی، چې د ده په خبره د افغانستان دښمنان به په دغه هدف کې کامیابه نشي.

که څه هم د داعش اړوندې یوې ویپاڼې “اعماق” د کابل د ننني برید مسولیت منلی، خو ولسمشرغني حمله کوونکي د افغانستان دښمنان یاد کړل، مګر د کومې مشخصې ډلې نوم یې وانخیست.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د افغانستان د لوی څارنوال په مشرۍ یې یو کمیسیون ټاکلی، چې د دغې پېښې اصلي عاملین پیدا کړي ” که په دولت کې وي او یا د دولت د باندې، سزا به ورکړل شي”.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د روښنايي غورځنګ پر اعتراضیه لاریون باندې برید کې، درې ځانمرګي ښکیل وو، چې لومړني یې برید کړی، دویم یې ناکام شوی او درېیم یې امنیتي ځواکونو وژلی دی.

د وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې په دغه برید کې ۸۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۳۱ نور ژوبل دي. په وژل شویو او زخمیانو کې پولیس او امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

د افغانستان د عالمانو شورا، د امریکا سفارت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت دفتر، یوناما، د قاطع ملاتړ ماموریت قومندانۍ او یو لړ نورو نړیوالو ټولنو او سازمانونو دا برید غندلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *