کانټینرونو ستونځي زیات کړي دي

دولت د دې لپاره چې لاریون کونکي د ارګ لوري ته ولاړ نشي دوه ورځي وړاندي یی پر واټنونو کانټینر ایښي وو.

خو د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې لاریون کونکي د دریو بریدونو شاهدان وو.په دې برید کې په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده چې هر بیمار دې ته اړتیا درلوده ترڅو روغتون ته ورستیګې چې د شخصي ګاډو او امبولانسو په واسطه روغتونو ته واستول شول.دولت د یوه خبرپاڼي په خپرولو سره د امنیتي او صحي کارکونکو څخه وغوښتل چې بیماران روغتونو ته ولیګدوي؛ خو د دولت لخوا ایښودل شوي کانتینرونه د دې لامل شول چې بیماران ژر تر ژره روغتونو ته ونه رسیګې.

د کابل ښار ایمرجنسي او جمهوریت هغه روغتونونه دي چې په هرڅه سمبال دي چې هغوي ته مواصلاتي لاري د کانتینرونو له کبله بندې دي.د کابل ښار یو اوسیدونکی د احسان په نامه خاورمیانه ته وویل، پر واټنونو باندې کانټینر ایښودل شوي دي او د زخمیانو د لیګد لپاره باید ډیره لاره تیره کړو ترڅو بیماران مجهزو روغتونو ته ورسو. د نوموړی په وینا تر ټولو نیګدي او مجهز روغتون استقلال دی چې دا روغتون هم نورو ټپيانو ته ځای نلري او ټپیان باید نور روغتونو ته ولیګول شي.

دا په داسي حال کې ده چې دولتي چارواکو هم یوازي د دې برید په تقبیح کولو سره بسنه وکړه. له بلي خوا هغه خبرونه چې ندي تایید شوي داسي وایی چې د روشنایی غورځنګ د ګوند دوه مشران احمد بهزاد او ذولفقار امید هم د ټپيانو په ډله کې دي.امنیتي چارواکو هم په دې اړه له لا زیاتو څیړنو څخه خبر ورکړ.د داعش ترهګرې ډلې د دې برید پړه په غاړه اخیستي او ویلی دي چې په دوي پوري اړوندو دوه کسانو د لاریونکونکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه.طالبانو هم د یوي خبرپاڼی په خپرولو سره دا برید غندلی او د دې برید مسولیت یی په غاړه ندی اخیستی.

Author

خروج از نسخه موبایل