په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره ۲۰۱۶ کال ورستی کال اعلان شو

په پاکستان کې پر افغان کډوالو د اسلام آباد د فشارونو په دوام  د دې هیواد چارواکو اعلان کړی دی چې ۲۰۱۶ کال تر ورستیو د افغان کډوالو وتلو لپاره نهایی نیټه ده.

۸

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د پاکستان د مرزونو وزیر عبدالقادر بلوچ اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ کال د سمبر ۳۱ نیټه د افغان کډوالو لپاره د پاکستان څخه د وتلو ورستي نیټه ده.د نوموړي په وینا ، ورسته له دې نیټې به له ټولو افغانانو سره د غیر قانونې کډوال په توګه چلند وشي.بلوچ زیاته کړه که تر ټاکل شوي نیټي افغانان د پاکستان خاورې څخه ونوځي د نورو کړنو په اړه به همغه وخت پریکړه وشي.

نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان غواړي ترڅو افغان کډوال له عزت او احترام سره خپل هیواد ته ستانه شي او له ۳ لسیزو څخه دوي د ۳ میلونو څخه د زیات کډوالو میزبانان و او اوس هغه وخت رسیدلی ترڅو دوي خپلو کورونو ته ستانه شي.بلوچ د افغانستان دولت او د کډوالو په برخه کې د نړیوال سازمان څخه وغوښتل ترڅو د افغان کډوالو د بیا ستنیدو زمیني برابري کړي.دا په داسي حال کې ده چې تیره سه شنبي د پاکستان ، افغانستان او د کډوالو عالي کمیشنری په دریګونه ناسته کې پاکستان د ثبت شوي او ثبت ناشوي  افغان کډوالو د ژر تر ژره د ستنیدو غوښتونکی شو.

له دې وړاندې پاکستان د افغان کډوالو د ستنیدو لپاره د جون ۳۱ نیټه ټاکلې وه؛ خو بیا دا نیټه د شپګو میاشتو لپاره او دسمبر تر ۳۱ وغځول شوه.اوس مهال یو نیم میلیون ثبت شوي افغان کډوال په پاکستان کې میشت دي او له یو میلیون څخه زیات افغان کډوال پرته له کارته او په غیر قانوني توګه په دې هیواد کې ژوند کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *