د کابل روغتونونه په وینو او ژړا کې ډک

د کابل ښار په دهمزینګ سیمه کې د روشنایی غورځنګ ګوند پر لاریون کونکو ۳ بریدونه وشول چې د دې بریدونو له کبله له ۲۱۰ څخه زیات شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده او مړي او ټپیان روغتونو ته لیګدول شوي دي.

۴

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ دا برید نن د ۲ او ۳۰ دقیقو ورسته د دهمزنګ په سیمه کې ترسره شوه  چې له دې برید ورسته بیماران روغتونو ته ولیګدول شول. د برید څو شیبي ورسته استقلال روغتون ته له ۱۰۰ څخه زیات شمیر کسان انتقال شول او ورسته د مړیو او ټپیانو پلرونه ، مورګاني او خور او ورونه د خپل ورک شویو کسانو پسي ګرځیدل.

هغه مور چې ۵۰ کاله عمر یی درلود په ژړا سره د استقلال روغتون ته د ننه شوه او د ژړا له کبله یی خبري نشوی کلوی.د هغې خپلوانو وویل چې د نوموړې دوه زامن د برید ورسته ورک شوي دي د دوي پر وینا د دې میرمن دوه زامنو په لاریون کې ګډون درلود او له برید ورسته د دوي ټیلیفونونه هم بند شوي دي.دا مور له ډاکټرانو څخه غواړې ترڅو دهغه زامنو څخه خبر ورکړي. د دې مور په شان په لسګونه نور کسان هم خپلو ورک شویو کسانو پسي ګرځي او ورسته له هغه چې دوي په دې روغتون کې نه مومي نورو روغتونو ته مخه کوي؛ خو  د دولت لخوا پر واټنونو ایښودل شوي کانټینر د دوي تګ له ستونځو سره مخ کوي. له بلې خوا یو شمیر ښځي او نارینه په استقلال روغتون کې بیمارانو ته وینه ورکوی.

ذبیح په اوښد صف کې ولاړ دی ترڅو وینه ورکړي نوموړي خاورمیانه ته وویل د وینه ورکړه هغه وړکوی کار دی چې زه یی کولی شم،د یو شمیر ټپيانو حالت ښه ندی او ویني ته ډیر اړتیا لري. نوموړی له دولت څخه غواړی ترڅو له خپلو امکاناتو څخه په پوره دوګه ټپيانو ته رسیدنه وکړی . سره له دې چې په روغتونو کې د وینه ورکونکو شتون ته ډیره اړتیا خو په روغتون کې د دوی ګڼ شمیر شتون په روغتون کې بیروبار لامل کیګي دا چې ډاکټر د بیمارانو په درملنه مصروف وو ونه توانیدو چې د هغوي نظر واخلو خو د روغتون په ټولو خونو کې ټپیانو شتون درلود.

یوازی د استقلال روغتون په دې شکل ندی؛د ملي امینت ،چهارصد  بستر، ایمرجنسي او جمهوریت روغتونونه هم د ګڼ شمیر مورانو ،پلرونو خویندو او ورونو شاهدان دي او خپلو خپلوانو پسي ګرځي.د داعش ترهګرې ډلې د دې برید پړه په غاړه اخیستی او ویلي دي چې دوی پوري اړوند دوه کسانو د خلکو په منځ کې برید کړی دی دولتي او غیر دولتي بنسټونو هم یوازی دا برید غندلی او د ټپیانو کورنیو سره یی غم شریکي کړي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *