د همزنګ په برید کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۱۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي

د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د روشنایی غورځنګ ګوند لاریونکونکو کې د چاودنې له کبله ۳۱ وژل شوي او ۱۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

۴۴

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،دا برید نن ۲ او ۳۰ دقیقو له غرمې ورسته د روشنایی غورځنګ ګوند لاریونکونکو په منځ کې رامنځ ته شوی دی.

د روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي  وایی چې تر دې مهاله ۳۱ مړي او ۱۶۰ ټپیان د کابل روغتونونو ته راوړل شوي دي.

نوموړی وایی چې ښایی د دې برید مرګ ژوبله بدلون ومومي.

د برید په مهال یو عیني شاهد  خاورمیانه ته وویل چې دا برید ورسته له هغه رامنځ شو چې یوه نوي ډله د لاریون کونکو سره یو ځای شول.

د نوموړي په وینا له ۱۰ تر ۲۰ وژل شوي کسان یی د برید په ځای کې لیدلي دي او د برید ځای څخه لري زیات شمیر کسان ټپيان شوي وو.

طالبانو د یوه پیغام په استولو سره په دې برید کې لاس لرل  ندې منلي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *