د ایران او عربستان ترمنځ د حج د ستونځو حل لپاره د پاکستان د علماو هڅي

د پاکستان د یووالي شورا مشر چې د شیعه او سني له ۲۵ ډلو  سیاسي او مذهبي ډلو څخه رامنځ ته شوی تاکید یی وکړ چې د حج موضوع په اړه د ایران اندیښنو او غوښتنو پام وکړي.

۳۳

صاحب زاده ابوالخیر زبیر چې په ورستیو ورځو او د حجت الااسلام سید علي قاضي د حج او زیارت په امور کې استازی سفر په مهال چې پاکستان ته تللی وو د دې هیواد له مذهبي او سیاسي شخصیتونو سره په کتنه کې وویل، د حج په مراسمو کې د ایران حاجیانو نشتون او د عربستان او ایران د مسلې نه حل والی زمونګ له پراخو اندیښنو څخه دي.صاحب زاده ابوالخیر چې د پاکستان د علماوو د جمعیت مشري هم په غاړه لري وویل،حج د مسلمانانو لپاره یوه لویه الهي فریضه ده او د هغه هدف دا دی چې اسلامي نړۍ د حج په کنګره کې او وحدت او ګډي هڅي د مسایلو حل په موخه دی.نوموړی زیاته کړه:د قرآن دستوراتو ته په کتو سره مونګ غواړو ترڅو د ایران او عربستان ستونځي له منځه ولاړ شي.

د دواړو هیوادونو مشرانو باید د ستونځو لپاره د حل لاره پیدا کړي وي.د پاکستان د ملي یوالي شورا مشر د دې هیواد له دولت څخه وغوښتل ترڅو د هغو نیګدو اړیکو په ګټه اخیستنې څخه چې د ایران او عربستان هیوادونو سره لري د دې ستونځو حل لپاره نوې ګامونه اوچت کړي.ابوالخیر ټینګار وکړ:پاکستان د یوه مهم اسلامي هیواد په توګه او د هغه اسلامې هیواد په توګه چې اټومې اسله لري د ایران او عربستان هیوادونو د ستونځو حل په موخه د مهمه وظیفه لري ترڅو د دوه ورنو هیوادونو ستونځي حل کړي. د یادونې وړ ده چې د پاکستان د ملي یوالي شورا د ۲۵ شیعه او سني مذهبي ډلو څخه رامنځ ته شوی چې په پاکستان کې د شیعه او سني ترمنځ ستونځي او اختلافونه حل کوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *