بیړنی خبر: د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې چاودنه وشوه
د افغانستان پلازمېنې کابل دهمزنګ کې د هغو لاریونیانو په منځ کې چاودنه شوې، چې له ترکمنستانه یې د سالنګ پرځای د بامیانو له لارې د ۵۵۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا د مزو د غځولو په پلوۍ پیل کړی و.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، چاودنه د خلکو په منځ کې وشوه، چې ډېره زوروره وه، خو نوموړي د وژل شویو یا ټپیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
پر خواله رسنیو ځینې انځورونه خپاره شوي، چې هرې خوا ته مړي او ټپیان پراته دي.
نور جزییات به وروسته خپاره شي.