کابل ښار کې یوې میرمنې په سترې محکمې برید کړی دی

د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې یوې ښځې له وسلې په استفادې په سترې محکمې باندې حمله کړې ده.

۱۱

د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي څېړنو رئیس فریدون عبیدي ازادي راډیو ته که څه هم ډېر جزییات ورنه کړل خو تایید یې کړه چې دې ښځې وسله درلوده او د کابل مسعود څلورلارې ته څېرمه سترې محکمې ته ننوتې ده.

ښاغلي عبیدي وویل، څېړنې پيل شوي او جزییات به وروسته له خلکو سره شریک شي.

اخوا د سترې محکمې رییس سیدیوسف حلیم ازادي راډیو ته وویل چې یوې ښځې له وسلې په استفادې حمله کړې خو په ځوابي ډزو کې د افغان پوځیانو له خوا وژل شوې ده.

یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي  وویل چې یوه سړي هم په دې پیښه کې لاس درلود خو د مېرمنې د وژلو وروسته هغه په تیښته بریالی شو.

دې سرچینې ویلي چې په دې پېښه کې بل چاته کوم زیان نه دی رسیدلی.

که څه هم په قضایه قوې په بېلابېلو سیمو کې حملې زیاتې شوي خو دا به لومړی ځل وي چې په دې وروستیو کلونو کې په کابل کې یوه ښځه په سترې محکمې حمله کوي.

لا هم دد ې پېښې څرنګوالی معلوم نه دی او نه د دې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او چاوراکو د دې د حمله کوونکې جسد عدلي طب ته د څېړنې لپاره استولی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *