له پاکستان څخه د توکو واردات له ۵۰ سلنې څخه زیات کم شوي دي

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي؛ له ګاونډي هېواد پاکستان نه د سوداګریزو توکو د وارداتو کچه تر نیمایي ډېره راټیټه شوې او نژدې ۱،۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

۶۶

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د پاکستان د سوداګرۍ سییستم پیچلتیا، د پاکستاني توکو د کیفیت ټیټوالی او له دې هیواد سره سیاسي ستونزې هغه لاملونه دي چې له اسلام اباد سره یې د کابل سوداګري پيکه کړې.

“د پاکستان د سوداګرۍ صادراتي، ترانزیتي او انتقالاتي سیستم ډیر پېچلی دی. د نورو هېوادونو په څېر نه دي، د ایران په شان اسانتیاوې نه لري. د مرکزي آسیا نورو هیوداونو په شان ازاد او آسانه نه دی.”

د افغانستان له سوداګرو سره د پاکستاني چارواکو “ناسم چلند” او د افغانستان په چارو کې پر پاکستان د لاسوهنې تورونو له امله په ټولنیزو شبکو کې د پاکستاني تولیداتو نه پېرودلو تبلیغات هم د ځینو سوداګرو په وینا له پاکستان نه د توکو وارداتو په کموالي کې رول لري.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي؛ په ټوله کې د افغانستان واردات سم نیمایي کم شوي دی. ښاغلي الکوزي وویل، په ۲۰۱۴ کې افغانستان ۱۵ میلیارډه ډالره واردات درلودل، خو اوس اته میلیارده دی.

اوړه، وریجې، غوړي او نور لومړني خوراکي توکي، تازه مېوې، درمل، سمنټ او داسې نور افغانستان ته د پاکستان د صادراتو عمده توکي دي.

کتونکي وایي، افغانستان په خپل نوي اقتصادي سیاست کې هند، ایران او د منځنۍ اسیا نورو هیوادونه ته سینه جوخته کړې او له پاکستان نه یې واټن اخستی. د ایران د چابهار بند به چې غبرګولي په لومړیو کې پرانستل شو، د افغانستان او دغو هېوادونو ترمنځ ددغې اقتصادي ستراتیژیکې ملګرتیا تم ځای وي.

افغانستان په وچه کې د راګېر موقعیت له امله د نړۍ له نورو هېوادونو د توکو واردولو لپاره هم پاکستان ته اړ و، خو د ایران چابهار بندر جوړېدو سره به ددې اړتیا ارزښت راتیټ شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *