د امریکا او پاکستان د هغه موضوع په اړه بحث چې افغانستان یی اراده نلری

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموريت قومندان جنرال نيکولسن د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره د سيمې د امنيتي وضعيت او په افغانستان کې د تلپاتې سولې په لارو چارو خبرې کړي دي.

۲۲

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګه  په يوې  خبر پاڼه کې ويلي چې ښاغلي نيکولسن د چهارشنې په ورځ په راولپېنډۍ کې د پوځي په عمومي قومندانۍ کې د پوځ له مشر ښاغلي راحيل شريف سره وکتل او په دوه اړخيزو اړيکيو او نورو مساېلو يې ورسره خبرې وکړې.

که څه هم په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموريت د پوځي قومندان او د پاکستان د امنيتي مقاماتو ترڅنګ ليدنې کتنې د معمول خبره ده، خو په دې وروستيو کې دا ملاقاتونه تر پخوا ډېر شوي دي.

دغه جګپوړي امريکايي پلاوي تر هغې وروسته د اسلام اباد سفر وکړ او د پاکستان له سياسي او پوځي مشرانو سره يې وليدل چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د روان کال په مۍ مياشت کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور د پاکستان په بلوچستان کې ايالت کې وواژه.

پاکستان دا بريد په سختو ټکو وغانده، دا يې پر خپلې ځمکنۍ بشپړتيا تېرى وباله او له امريکا يې وغوښتل چې پر خاوره دې يې د بې پېلوټه الوتکو بريدونه ودروي.

خو امريکايي چارواکو په بلوچستان کې د افغان طالبانو پر مشر د دغه بريد دفاع وکړه او ويې ويل چې ملا اختر منصور د افغان او امريکايي ځواکونو پر ضد بريدونه کول، نو ځکه يې په نښه کړ.

د يادونې وړ ده چې په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د ملا اختر منصور تر وژنې وروسته د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې لا هم سړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *