په لندن کې د بحرین سفارت مخۍ ته لاریون

په انګلستان کې د بحرین د حکومت مخالف ګوند په دې هیواد کې د بحرین له وګړو غوښتي ترڅ په لاریون کې ګډون وکړي.

۱۱

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د العالم شبکي له خولۍ،د بحرین د حکومت مخالف ګوند په یوي اعلامیه کې وویل: د بحرین عالمانو په کراتو ویلي چې د آل خلیفه نظام د دې هیواد د شیعه وګړو حقوق تر پښو لاندې کړی او له دوي څخه یی آزادي اخیستي ده.

د دې ګوند په اعلامیه کې راغلي چې په دې نظام کې خلک له خپل دیني او مذهبي حقونو څخه محروم دي چې عالمان هم غلي ندي ناست بلکي په دې اړه یی اعتراضونه هم کړي دي.

یاد ګوند زیاته کړه:په لند کې د بحرین سفارت په وړاندې به د آل خلیفه نور جنایات به افشا کړي.

د بحرین د حکومت دې ګوند وویل:د اسلامي امت دښمنان د مسلمانونو په منځ کې د تفرقې په موخه له هیڅ ډول توطیه څخه ډډه نکوي او مسلمانان باید دوي ته د دې کار اجازه ورنکړي.

د بحرین خلک د ۲۰۱۱ کال د فیبروري میاشتي راپدې خوا د خپلو حقونو لاس ته راوړلو په لپاره او د ټاکل شوي نظام لپاره اعتراضونه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *