د ملي شورا د ګډې کمیټې لخوا د ولسمشر د فرمان رد

د افغانستان د ملي شورا ګډې کمېټې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر غني دوهم تقنیي فرمان رد کړ.

د مشرانو جرګې دویمې منشي او د ګډې کمېټې غړې نجیبې حسینې نن آزادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ له اوږدو بحثونو وروسته ګډې کمېټې چې شل غړي لري د ولسمشر دوهم فرمان هم رد کړ.

له هغې وروسته چې ولسي جرګې د ټاکنو اصلاحاتو په اړه د ولسمشردوهم فرمان رد او مشرانو جرګې د ځینو تعدیلاتو په راوستو تایید کړ ګډه کمېټه ورته جوړه شوه.

اوس د ولسمشر دغه فرمان بیا د ولسي جرګې عمومي غونډې ته ځي او که دوه پر درې برخې وکیلان مثبته رایه ورکړي تائید او که نه بیا به هم رد شي.

Author

خروج از نسخه موبایل