د هیواد په بیلابیلو برخو کې د یو شمیر عملیاتو په لړ کې ۳۶ وسلوال طالب وژل شوي،۳۸ تنه ټپیان شوي او ۴ تنه نور یی نیول شوي دي.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د دفاع وزارت خبرپانې له خولې،یاد عملیات په تیر ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار،پروان،پکتیکا،دایکندي،هرات،سمنګان،جوزجان،تخار،کندز او هلمند ولایتونو په یو شمیر ولسوالیو کې ترسره شوي دي.
د خبرپاڼۍ پر بنسټ په دې عملیاتو کې چې د هوایی ځواک په ملاتړ ترسره شوي دي ۳۶ طالب وسلوال وژل شوي ۳۸ تنه ټپیان شوي او ۴ تنه نور یی نیولي دي.
په ورته حال کې ،د دفاع وزارت وایی چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د ملي اردو ۵ تنه سرتیري هم وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو هم په یو شمیر ولایتونو کې له امنیتي سرتیرو سره د نښتو څخه خبر ورکوي او ویلي دي چې په دې نښتو کې د یو شمیر امنیتي سرتیرو ته یی مرګ ژوبله اړولي ده.