په جنوبي سالنګ کې نښتي
څو شیبي وړاندې په حنوبي سالنګ کې د سالنګ اصلي تونل ته نیګدې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبان تر منځ نښتي پیل شوي دي.
په سالنګ کې یوه امنیتي چارواکي د نوم نښودلو په شرط خاورمیانه ته وویل چې دا نښتي نن ۱۱ بجو او ۳۰ دقیقو پیل شوي
د ده په وینا دا نښتي هغه مهال پیل شوي کله چې وسلوالو طالبانو د مسافرو پر موټر برید وکړ خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
وسلوالو طالبان لا په دې اړه څه ندي ویلي.