د عربستان الوتکو د یمن المصلوب ښار بمبار کړ
د سعودي د رژیم سرتیرو د یمن د الجوف ولایت د المصلوب اکثریت سیمې بمبار کړل.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د العهد له خولې،د عربستان د سرتیرو لخوا د یمن د بیلابیلو سیمو بمبارول له خپلو جنایاتو لاس ندی اخیستی او د یمن د بیوزله ولس پر ولس باندې یی جنایتونه دوام لري.
دا په داسي حال کې ده چې سعودي الوتکو د خپلو جنایاتو په دوام د المصلوب یو شمیر سیمې بمبار کړي.
د ریپوټونو پر بنسټ،د عربستان هوایی ځواک د تعز ولایت به آسمان کې د الوتنو په حال کې دي.
دا په داسي حال کې ده چې د شنبي په ورځ په کویټ کې د سولې ناستي پیل شوي.