له نشه یي توکو سره د مبارزې په موخه د میرمنو یوالی

ورسته له هغه چې په هیواد کې د مخدره توکو پر وړاندې د یوالي اونۍ اعلان شوه، په دې برخه کې میرمنو او اړوند بنسټونو له نشي توکو سره د یوالي مبارزې اعلان وکړ.

۱

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،دې میرمنو د هیواد لړمړۍ میرمنې په ګډون له نشیې توکو سره خپله مبارزه اعلان کړه

د ولسمشر محمد اشرف غني میرمن بي بي ګل غني وایي چې له مخدره موادو سره مبارزه ملي پیوستون او ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

میرمن غني دا خبرې نن له مخدره موادو سره د مبارزې د یووالي ملي اوونۍ په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې:

له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره د هېواد ټول وګړي باید ګډه هڅه وکړې او د دې پدیدې د لمنځه وړلو لپاره فعاله ونډه واخلي.”

په ورته حال کې د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري او د لوړو زدکړو وزیرې فریده مهمند هم په دې غونډه کې ویناوي وکړي.

دا هڅې په داسې حال کې پیل شوي چې دا مهال په افغانستان کې په نشه یي موادو د روږدو کسانو شمیر د دریو میلیونو په شااوخوا کې دی.

له دې یوه ورځ وړاندې بیا د جمهوري رئیس دویم مرستیال سرور دانش وویل چې دوی د نشه یي موادو د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې لري، خو کافي نه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *