د قندیل بلوچ ورور: د خپلې خور له وژلو پښیمانه نه یم

د پاکستان د ټولنیزو رسنیو د یوې مشهورې ماډلې قندیل بلوچ ورور تیره ورځ وویل، د خپلې خور په وژلو پښیمانه نه دی.

۳۳

د پاکستان پولیسو د شنبې په ورځ د قندیل بلوچ ورور ونیوه او نوموړې یې د خپلې خور په وژلو تورن کړ.

د قندیل ورور وسیم عظیم اعتراف کړی چې د غیرت په خاطر یې خپله خور لومړی بې هوښه کړې او بیا یې د هغې سا بنده کړې ده.

تورن وسیم د یو خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې په کړي کار پښیمانه دی ؟ وویل، ”نه پښیمانه نه دی. “

قندیل بلوچ د جمعې په ورځ ملتان ته نژدې د خپل پلار په کور کې ووژل شوه او پرون همدې سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.

قندیل بلوچ په یو تلویزوني پروګرام کې له ګډ‌ون وروسته شهرت وموند او په دې وروستیو کې یې د یو وتلي پاکستاني مفتي سره خپرو کړو عکسونو د هغه مفتي لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی و.

نوموړې په فیسبوک کې اته سوه زره مینوال لرل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *