د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریځو اړیکو پراختیا

په چابهار کې د افغانستان او ایران د ښو اقتصادي اړیکو په موخه څلور تخصصي کمیټي رامنځ ته شوې.

۲

د خاورمیانه ریپوټونو پر،فرهنګې او اجتماعي،امنیتي او نظامي،اقتصادي او پانګه وني،انرژي او زیرمې هغه څلور تخصصي کمیټي دي چې په چابهار کې رامنځ ته شوي دي یادې کمیټي د افغانستان او ایران او د افغانستان د نیمروز ولایت او د ایران د سیستان او بلوچستان د مسولان ترمنځ په چابهار کې رامنځ ته شوي دي.

 

د نیمروز والي انجنیرمحمد سمیع تیره شپه د سیستان او بلوچستان ولایت په ناسته کې وویل چې د یادو کمیټو جوړولو موخه له ایران سره د تجارتي،سیاسي،اقتصادي او اجتماعي تسهیلاتو رامنځ ته کول دي.د ده په وینا دا ناستي به په دوام داره او منظم توګه د ایران له مسولانو او تجارانو سره ترسره کیګې.له بلې خوا د ایران د سیستان او بلوچستان والي محمد اوسط هاشمي زیاته کړه چې څلور رامنځ ته شوي کمیټي به ستونځي وڅیړي او په ورستي میاشت کې به یادې ستونځي لمنځه یوسي.

د ده په وینا، د افغانستان نیمروز ولایت سره  د اړیکو پراختیا په برخه کې نه باید چې هیڅ ډول مانع شتون ولري، هاشمي وویل،ټولي دستګاوي او مسولان باید هڅه وکړې ترڅو له افغانستان سره اړیکي پراخې شې ترڅو پانګونې ورځ تر بلې زیاتي شي.د چابهار آزاده سیمه د ۲۶۰ زرو نفوس په درلودلو سره د زاهدان په مرکز د سیستان او بلوچستان په ۶۴۵ کیلومتري کي شتون لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *