ولسي جرګي د ملي شورا کمیټي ته نن ۱۰ غړي معرفي کړل

د افغانستان ولسي جرګې د ولسشمر تقنیني فرمان په اړه د ملي شورا ګډ کمېسیون ته لس غړي معرفی کړل.
۲۲۲
د دې جرګې دویم مرستیال حاجي ظاهر قدیر چې د نن ورځې د جرګې مشري یی کوله دغو کسانو ته د تایید رایی ورکول اعلان یی وکړ.‎

بل‎بل خوا د ولسي جرګې غړو په عمومي غونډه کې همدارنګه له حکومت څخه وغوښتل چې راتلونکي انتخابات باید شفاف ترسره شي.

تر دې وړاندې د ولسمشر دوه تقنیني فرمانونه ملي شورا ته تللي چې لومړنی‎یې د دواړو مجلسونو له خوا رد او دوهم یې ولسي جرګې رد او مشرانو جرګې تائید کړی چې اوس به د قانون له مخې د دواړو مجلسونو څخه جوړه ګډه کمېټه پرې پرېکړه کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د جمعې په ورځ له ملي شورا څخه وغوښتل څو مخکې له دې چې د ملي شورا غړي د اوړي رخصتیو ته لاړ شي باید ګډه کمېټه کې دې د ټاکنیزو اصلاحاتو فرمان تصویب کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *