له عراق څخه د عربستان د سفیر د وتلو غوښتنه

یوه عراقي استازې ویلې چې عربستان د تروریستانو ملاتړ کونکی دی او له عراق څخه د عربستان د سفیر وتلو غوښتنه یی کړې ده.

۹۹

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،د عراق د ولسي جرګې یوه غړي منصور البعیجي،د عرابستان سفیر ثامر السبهان یی دې هیواد ته جدي ګواښ بللی او د نوموړي د وتلو غوښتنه یی کړې ده.

یاد استازې د واع خبرې څانګې ته ویلې دي چې عراق باید له هغه رژیم سره خپلې اړیکي پری کړي چې له تروریزم او داعش څخه ملاتړ کوي.

العیجي په دې باور دی چې د عربستان د سیاسي  استازي شتون د دې هیواد امنیت او سیاست ته لوي ګواښ دی.

نوموړي وویل چې په عراق کې د عربستان دایمي تجاوز ته په کتو سره پرمونګ واجب دی چې د دې هیواد د سفارت خونې ور وتړو او له ریاض سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پرې کړو.

د یادونې وړه ده چې د عربستان سفیر په دې هیواد کې له خپلو مداخلو لاس ندی اخیستي او هیواد یی له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي چې دا ډلي د دې لامل ګرزیدلي چې په زرګونه کسان مړه او بی ځایه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *