د کندز ولایت پر ذال قلعه ولسوالۍ برید له کبله د طالبانو لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کندز ولایت امنیتی مسولان وایی چې د دې ولایت پر قلعه ذال ولسوالۍ د طالبانو برید ورسته د یادې ډلۍ ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي اردو د شلمي فرقي ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي خاورمیانه ته وویل،وسلوالو طالبانو د یاد ولایت پر قلعه ذال ولسوالۍ د سهار په ۴ بجو برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
کریمي وایی په دې برید کې د طالبانو ۶ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور یی ټپیان شوي دي.
نوموړی وایی چې به دې ولسوالۍ کې وسلوال طالبان پراګنده شتون لري او پر امنیتي ځواکونو چیریکي بریدونه کوي