په فاریاب کې ۴ طالب جنګیالي وژل شوي دي
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د یوه خبرپاڼې په استولو سره د ۲۴ ساعتونو په لړ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو نښتو له کبله چې د قیصار ولسوالۍ په تنګي بوره غن ولسوالۍ کې ترسره شوي وو طالبان ۴ کسانو له وژلو څخه خبر ورکړ.
د خبرپاڼې له مخې،د طالبانو یو شمیر وسلي هم د افغان امنیتې ځواکونو لاس ته ورغلې.په ورته حال کې ویل کیګې چې طالبان د قیصار او ګرزیوان ولسوالیو په یو شمیر برخو کې شتون لري.
په فاریاب ولایت کې امنیتي چارواکي د وسلوالو طالبانو په شا تمبولو څخه د چمتوالی خبر ورکوي.
د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وایی:په قیصار او ګرزیوان ولسوالیو کې زیات شمیر امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي ترڅو د وسلوالو طالبانو د تحرکاتو مخه ونیسي.