پر ترکیې د پوځي کودتاه په تړاوو د مصر د ولسمشر غبرګون
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلې دي:په ترکیه کې د اردګان پر ضد د پوځیانو کودتاه په سیمه کې د نوموړي له ناکامه سیاستونو څخه رامنځ ته شوي دي.
نوموړي همداشان وویل:د ترکیې ولسمشر په ترکیه او سیمه کې د کورنیو جګړو او ناامنیو د پیل مسول دی له ترهګرو ډلو څخه د اردګان مالي او نظامي مرستې په سیمه کې د ده شخصي اهدافو له کبله منځ ته کیګې.
السیسي همدارنګه لیکي:د ترکیې پوځ د دې هیواد دولت له اصلي ساتونکو څخه دي او نشي کولی چې د ده ناسمو سیاست او تیروتنو پر وړاندې چې ترکیه یی د تروریسم په یوه صادرونکي هیواد بدل کړی غلي کشیني.هغه له اردګان څخه وغوښتل ترڅو له سوریه سره خپلو مواضع او دې هیواد سره د اړیکو له عادې کیدو څخه خپل نظر تجدید کړي.
د یادونې وړ ده چې ورسته له هغه چې ښاغلې سیسي په خپل فیسبوک کې د اردګان پر دولت نیوکي وکړې د نومړي پاڼې څخه دا لیکني پاکې شوي.