د قطر پخواني امیر حمد بن خلیفه آل ثاني پر ترکیې کودتا یی په سختو ټکو وغندله

د قطر پخوانی امیر حمد بن خلیفه آل ثاني د ترکیې پوځ لخوا د دې هیواد پر دولت کودتا په سختو ټکو وغندله.

۸۸

نوموړی له ترکیې سره د خپل هیواد پر همکارې ټینګار وکړ. آل ثاني په سیمه کې د اردګان نقش په تیره بیا د سوریه پر وړاندې د هغه مواضع وستایله.د سوریې له مخالفینو د اردګان نامحدوده ملاتړ پرته دوي د مقاومت توان نه درلود. آل ثاني د دې مطلب په بیانولو سره چې په دې کودتا کې امریکا او یوه غربي هیواد لاس درلود، په افشاګري یی پیل وکړ او وویل چې د دې کودتا تر شا د عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر لاس درلود.

 

د قطر امیر زیاته کړه چې عادل الجبیر سره له دې چې د ترکیې دولت پر خلاف له توطیه څخه خبر وو خو بیا یی هم سکوت اختیار کړ. له دې سره د قطر امیر د عربستان او عربي متحده اماراتو هغه خوښي د خندا وړ وبولي کوم  چې دوي د ترکیې له ناکامه کودتا څخه هرکلی کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *