د ترکیې په کودتا کې د امریکا لاس لرل تکذیب شول

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره له دې چې د ترکیې په کودتا کې د امریکا لاس درلود یی رد کړل زیاته یی کړه چې دا شان ادعاوي به دواړو هیوادونو پر اړیکو بدې اغیزې وکړي.

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د رویترز له خولې،د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري چاووش اوغلو ته یی وویل،د ترکیې په کودتا کې د امریکا د لاس لرلو ادعاوي به د دواړو هیوادونو په اړیکو بدې اغیزي وکړې

د بهرنیو چارو د وزیر ویاند جان کربي په یوه بیانیه کې وویل،کري د ترکیې له دولت څخه غوښتې ترڅو په دې اړه څیړني پیل کړي.

نوموړي زیاته کړه:امریکا چمتو ده چې ترکیې چارواکو سره په دې اړه هر راز همکاري وکړي.

کري همداشان د شنبي په ورځ اعلان وکړ چې دا هیواد په رسمي توګه  د ترکیې لخوا د فتح الله ګولن ستون لپاره منتظر دي او دا غوښتنه به وڅیړي.

د ترکیې چارواکې ادعا کوي چې د جمعې شپې په کودتا کې د واشنګتن چارواکي لاس لري چې د دې کودتا له کبله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زیات شمیر کسان ونیول شول.

Author

خروج از نسخه موبایل