ولسمشر غني پر فرانسې برید غندلې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرانسې په نیس ښار کې وروستۍ حمله غندلې ده او د تروریزم پر ضد يې پر ګډه مبارزه ټینګار کړی دی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا ډول بریدونه په هیڅ ډول د بخښنې وړ نه دي.

په همدې حال د افغانستان د دیني عالمانو د شورا یوه غړي په فرانسه کې دا برید غندلی او دا يې د اسلام خلاف عمل بللی دی.

د فرانسې په نیس ښار کې تېر ماښام یوه کس د اور لوبې لپاره پر راټولو شوو کسانو یوه لارې وخیژوله چې لږ تر لږه ۸۴ کسان يې ووژل.

Author

خروج از نسخه موبایل