د ترکیې استخبارات وایی چې کودتاه یې شنډه کړې ده

د ترکیې د استخباراتو مشرانو رسنیو ته ویلي دي چې د کودتا مخه یې په انقره کې نیولې ده.

۴

د دې ادعا سربیره په مرکز انقره او د ترکیې په ستر اروپایي ښار استانبول کې ډزې اوریدل کیږي او الوتکې د دې ښارونو پر سر ګرځي. صدراعظم ویلي دي چې د پوځ یوې بیلې شوې څانګې د کودتا هڅه کوله او اوس مرکز انقره یو مخ د حکومت په لاس کې دی. د دې ادعا سربیره حالت کړکیچن دی.

د ترکیې د راډیو تلویزیون ودانۍ هم بیرته له کودتا کوونکو نیول شوې ده. بل لور ته د پوځیانو او مظاهره کوونکو تر منځ د اخ او ډب راپورونه ورکړل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *