د بګرامي په چاودنه کې یو کس وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي

د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل د بګرامیو اړوند په حسین خیلو سیمه کې په یوه رنجر موټر نن سهار چاودنه شوې چې یو پولیس یې وژلی او دوه ملکیان یې ژوبل کړي دي.

۱

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، دا پېښه سهار شاوخوا ۷ بجې شوې او پولیسو په دې اړه خپلې څېړنې هم پيل کړي دي

“نن سهار د ۷ بجې شاوخوا د حسین خیلو په سیمه کې د پولیسو یو رنجر موټر په یوه ماین برابر شوی او چاودنه شوې، زموږ یو سرتیری شهید دی او دوه عام خلک ټپیان دي، د کابل تحقیقاتي پولیس سیمې ته ورغلي څو قضیه وڅیړي.”

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *