کودتاه کونکي:د اردګان پر دولت تر بریا خپلو عملیاتو ته دوام ورکوو
د کودتاه نظامې پوځیان د دې خبر په تکذیب سره چې ګواکې د کودتاه کونکو مشر تسلیم شوی اعلان یی وکړ تر هغه چې د اردګان په دولت تر بریا به خپلو عملیاتو ته دوم ورکړو.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ ، په داسې حال کې چې څو شیبي وړاندې د کودتاه کونکو د تسلیمیدو خبر خپور شوو، د کودتاه ملاتړکونکو پوځیانو د دې خبر په تکذیب سره اعلان وکړ چې د اردګان پر دولت تر بریا به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
په آنکارا کې د کودتاه کونکو او د دولت پلویانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده آن تر دې چې د کودتاه پوځیان هڅه کوي چې د ولسمشري مقر بمبار کړي.خو په استانبول کې د دولت نظامې ملاتړ کونکې پیاوړي دي.اردغان هم به همدې ښار کې دی.