د افغانستان ولسمشرۍ دفتر وايي، په ترکیه کې د پوځي کودتا هڅې افغانستان اندېښمن کړی او هیله لري چې د خلکو په رایو رامنځ ته شوی حکومت ترکي وګړو ته ژمن پاتې شي.
د ولسمشرۍ په ویناپاڼه کې راغلي، کابل “د ترکیې روان وضعیت په دقت ګوري او هیله یې دا ده چې د ترکیې دوست او ورور هېواد په ارامۍ او سوکالۍ کې ژوند وکړي”.
ویناپاڼه کاږي، د افغانستان حکومت او افغانان باوري دي چې افغانانو د کودتاوو ترخې خاطرې لاهم په ذهنونو کې لري.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ټینګار کوي، چې د افغانستان دولت او خلک پوځي کودتاوې د دیموکراسۍ، ټیکاواو پراختیا پر وړاندې اصلي لامل بولي.
د افغانستان اجرائیه ریاست هم د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ترکیه کې د ځینو پوځيانو د ناکامې کودتا هڅې د یوه قانوني حکومت پروړاندې ناقانونه ګڼلې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: “له نېکه مرغه، دا کودتا د مشرتابه په غیرت او د ترکیې د ویښو خلکو په حضور ناکامه شوه”.
په ترکیه کې تېره شپه د ولسمشر رجب طیب اردوګان په غیاب کې د پوځ یوې ډلې د کودتا هڅه وکړه، خو استانبول ته د اردوګان له ستنېدا وروسته نوموړي خپلو ملاتړو او ترکي وګړو ته په وینا کې وویل، چې د کودتاچیانو مخه ونیسي، همدا وو چې واټونو ته خلک راووتل او د کودتا کوونکو ځواکونو د ټانکونو مخه یې ونیوه.
ولسمشر اردوګان د کودتا دا هڅه یو “خاینانه عمل” وباله او د پوځ د پاکولو ژمنه یې وکړه.