په کندهار کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایی برید کې ۳۰ طالب وسلوال وژل شوي دي

افغان امنیتي ځواکونو په کندهار کې د وسله والو طالبانو د موټرو پر یوه لوی کاروان په برید کې لږترلږه ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

راپورونه وايي چې د وسله والو طالبانو د لنډ کروزرو کاروان په میوند ولسوالي کې پر امنیتي پوستو د حملو لپاره روان و، چې ځانګړو افغان هوايي ځواکونو پرې برید وکړ.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویندوی ضیا دراني وویل چې په دې برید کې، چې تېره شپه د میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې وشو، د یوه طالب قوماندان په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي دي.

دراني وویل چې له څانګړو افغان ځواکونو سره په دې برید کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ځواک تخنیکي ملاتړ کړی دی.

د دراني په وینا په لنډ کروز موټرو کې د طالبانو وسلې او چاودېدونکي توکو چاودلي او موټرونه یې یومخ ویجاړ کړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

خروج از نسخه موبایل