په پکتیکا کې دوه تنه د ماین خښولو پر مهال ووژل شول

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې د شنبې په شپه د یاد ولایت د مرکز ښرنې د کوټوالو په سیمه کې دوه تنه ماین خښوونکي هغه مهال ووژل شول چې خپل ماین ورپورې چاودنه وکړه.

۷

د پکتیکا د ولایت مقام د رسنیز دفتر څخه په خبرپاڼه کې راغلي، یادو کسانو غوښتل چې د مرکز ښرنې او خیر کوټ ولسوالۍ د سړک په اوږدو کې ماین ځای پر ځای کړي چې خپل ماین ورپورې چاودلې دی.

په خبر پاڼه کې راغلي چې کشفي او جنايي ادارو د وژل شویو کسانو د هویت د پيژندنې لپاره څیړنې پیل کړي دي.

چارواکي زیاتوي، امنیتي منسوبینو د وژل شویو کسانو مړي مرکز ښرنې ته لیږدولي، خو پدې چاودنه کې نور مالي او ځاني زیان ندی رامنځته شوی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې پيښې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *