په ننګرهار کې د داعش ډلې راډیویی خپرونې بیا پیل شوي دي
د ننګرهار چارواکو په دې ولایت کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې داعش د راډیويي خپرونو د بیا پیل خبر تاید کړ.
امنیتي چارواکو ادعا کړې وه چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې يې د “خلافت غږ” په نوم د داعش د راډیویي خپرونو مرکز ویجاړ کړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون د جمعې په ورځ په دې اړه وویل چې د داسې سیارو خپرونو پیل سخت کار نه دی.
عطاالله خوګیاڼي وویل:
موږ خلکوته ډاډ ورکوو چې که بیا هم دوی هڅه وکړي، زموږ امنیتي ځواکونه به د هغوی د تبلیغاتي جګړې دا هڅه شنډه کړي او دا دستګاه به یې له منځه یوسي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهارخلکو ته پرون ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به یې په سیمه کې د داعش پرضد پراخ پوځي عملیات پيل شي.