عاصم بجوا:د پیښور پر پوځي ښونځي د برید پلان جوړونکی عمرمنصور وژل شوی

پاکستان په پيښور کې د پوځ پر یوه ښوونځي د خونړۍ برید د پلان د مشکوک طراح عمر منصور د وژل کېدو خبر تائید کړ.

۵

وسله والو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په دې برید کې د ښوونځي ۱۵۰ زده کوونکي، ښوونکي او نور کار کوونکي ووژل.

د پاکستان د پوځ ویندوې جنرال عاصم بجوا پرون چهارشنبې پر ټویټر څرګنده کړه چې د پاکستاني طالبانو قوماندان خلیفه عمر منصور په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.

عاصم بجوا وویل چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره یې په دې اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت “پنټاګون” هم پرون دا خبر تایید کړ او ویې ویل چې منصور او څلور نور وسله وال د جولای په نهمه په جلال اباد کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.

مصنور چې د عمر نري او خالد خراساني په نوم هم پيژندل شوی و، ادعا کړې وه چې په پېښور کې د پوځیانو د ماشومانو لپاره پر ځانګړي ښوونځي د برید لپاره یې وسله وال او انتحاریان روزلي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *