د داعش خبرې آژانس:د داعش د جګړې وزیر عمر الشیشاني وژل شوی دی

د داعش خبرې آژانس اعماق د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې داعش یو مهم قوماندان عمر الشیشاني موصل ته نږدې د الشرقاط په ښارګوټي کې په جګړه کې وژل شویدی.

۶

امریکا او د امریکا متحدینو پخوا څو ځلې د الشیشاني، چې د چیچین د عمر په نامه هم مشهور و، د وژلو اقدام کړی و خو هغه بچ شوی و.

د روان کال د مارچ په څلورمه نیټه هم امریکا د داعش د دغه قوماندان د وژلو لپاره د سوریې د الشدادي په ښارګوټي کې هوايي برید کړی و.

هغه وخت د امریکا د دفاع د وزارت ویاند پیټر کوک ویلي و چې د دوی د  ارزونو په اساس برید کامیابه و او هغه الشیشاني  په برید کې وژل شوی دی.  خو داعش دغه خبرونه ناسم بلل.

د امریکا د دفاع د وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی خبر و چې اعماق خبر ورکړی دی چې الشیشاني د اشرقاط په ښارګوټي کې وژل شوی دی، خو دوی دا خبره نه ردوي او نه یې هم تائیدوي.

د استخباراتو یو پخواني کارکوونکي پټریک سکینر ویلي دي چې  دا نهم ځل دی چې د اشیشاني د وژل کیدو خبر خپریږي.

هغه زیاته کړه چې  شرقاط موصل ته مهم دی او الشیشاني یو تکتیکي قوماندان و. نو دا معقوله خبره ده چې الشیشاني به په داسې ځای کې و چې هلته جګړه ده.

الشرقاط د موصل په جنوب کې ۱۰۰ کیلومتره لیري پروت دی.

د عراق امنیتي ځواکونه، چې د امریکا هوايي ملاتړ ورسره دی، د تیرو څو اونیو راهیسې په دغه سیمې کې پرمختګ کړی دی او یوه مهمه هوايي اډه یې هم نیولې ده.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر بغداد ته په خپل سفر کې اعلان وکړ چې امریکا به عراق ته ۵۶۰ نور عسکر هم ورواستوي.

د امریکا د دفاع د وزارت چارواکو ویلي وو چې الشیشاني د داعش د جګړې وزیر و او د داعش د مشر ابوبکر البغدادي ته نږدې کس و.

الشیشاني په ۲۰۱۳ کال کې د داعش سره یو ځای شو او د ځان سره داعش ته په سلګونو وسله وال چې په روسیې ژبه یې خبرې کولې راوستل.

الشیشاني د ګرجستان تبع و او پخوا یې د ګرجستان په پوځ کې د استخباراتو په یو واحد کې کار کړی و چیري چې هغه د امریکا د تروریزم خلاف د جګړې د تکتیکونو په برخې کې روزل شوی و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *