د افغانستان او پاکستان طالبانو لپاره د امریکا نوی سیاست

د سیمې په ځانګړي توګه د افغانستان او پاکستان وضعیت ته په کتو سره او د دواړو هیوادنو ترمنځ د اړیکو خراب والی او د باکستان په اړه د ولسمشر ورستې څرګندونې ،امریکا له شرایطو ګټه اخلي او نوی سیاست یی ترلاس لاندې نیولی دی.

د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني په ورسا کې د ناټو د مشرانو په غونده کې له ترهګرو سره مبارزه د پاکستان د همکاریو نکړلو څخه یادونه وکړه.

دا څرګندونې د پاکستان او د اسلام آباد د چارواکو  له مزاج سره په ټکر کې وو، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼۍ خپرولو سره د ولسمشر غني دا څرګندونې مایوس کونکې وبلې.

ولسمشر غني په کابل کې یو ځل بیا د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر سره په ګډه ناسته کې خپلې څرګندونې تکرار کړې او وویل چې پاکستان خپلو ژمنو پر خلاف د ترهګر په منځ کې فرق راولي.

13653086_1027184194024489_4068714672345715560_o

دې څرګندونو د دواړو هیوادونو ترمنځ له هروخت څخه لا خرابې کړې او اوس دواړه خواویی په واضع توګه د یو بل پر خلاف نظر ورکوي.

باید له یاده ونه باسو چې افغانستان تل پر پاکستان دا تور لګولی چې دوي طالبان تجهیز او تمویلوي او پاکستان د طالبان او نورو ترهګرو ډلو لپاره یو امن ځای دی له بلې خوا په اسلام آباد کې چارواکي ادعاوي کوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه کوي.

دا ویناوي په کراتو د افغانستان مشرانو له لورې رد شوي دي او همه داغه امر د دې باعث شو ترڅو د ناټو غړي هیوادونو د افغانستان امنیتي سرتیرو سره خپلي مرستي تر ۲۰۲۰ کاله پورې وغزوي او له بلي خوا د امریکا کانګرس هم د دې غوښتونکي شول ترڅو پاکستان ته د امریکا مرستي بند شي.

د امریکا تازه سیاست

په کابل او اسلام آباد کې د چارواکو څرګندونو ترڅنګ چې ګواکې د طالبان د مشران شتون د افغانستان او پاکستان خاورو کې ، داسې ښکارې چې امریکا اوس نوی سیاست تر لاس لاندې نیولی دی.

څو موده وړاندې د افغانستان د طالبانو مشر ملا منصور د امریکا هوایی بریدونو کې د پاکستان په خاوره کې ووژل شو ترڅو د ملا عمر او اسامه بن لادن وروسته،د کابل چارواکو پر څرګندونو چې ګواکې د افغانستان د طالبانو مشران به پاکستان کې دي د تایید مهر ولګي.

tal-main_2881946a

خو اوس د امریکا هوایی څواکونه ادعاوي کوي چې د پاکستان پر ښونځې د برید طراح یی د افغانستان په خاوره کې له منځه وړی دی.

د پاکستان  د اردو ویاند جنرال عاصم بجوا هم د دې خبرې پخلی کړی؛ د ده په وینا خالد خراساني چې د عمر منصور او عمر نري په نامه هم مشهور و په افغانستان کې وژل شوی دی.

عمر منصور د پاکستان پر یوه بوځي ښونځي د برید مسولیت په غاړه اخیستی وو چې د دې برید له کبله ۱۳۲ ښونکی او زده کونکي ووژل شول.

نومړی همداشان ادعا کړې وو چې د پاچاخان پر پوهنتون برید کې یی هم لاس درلود چې د دې برید له کبله ۳۲ ښونکي او زده کونکي وژل شوي وو.

په فعلي شرایطو کې د دې خبر تایید کولی شی چې د اسلام آباد ادعاوی چې ګواکې پاکستاني طالبان د افغانستان به خاوره کې شتون لري صحي کړي چې دواړه عاملونه یعنې د پاکستان په خاوره کې د افغانستان د طالبانو مشرانو د وژل کیدل او هم د افغانستان خاوره کې د پاکستانی طالبانو وژل کیدل د امریکا له خوا اعلان شوه.

امریکا له یوې خوا ادعا کوي چې د افغانستان پر وضعیت پام کوي او په افغانستان کې یی د خپلو سرتیرو صلاحیت زیات کړی دی او له بلي خوا پاکستان خپل شریک بولي چې نغواړې دا هیواد له لاسه ورکړي.

 د افغانستان د حکومت نقش

له دې سره افغانستان باید له دوه وو لورو هوښیار ووسي ؛یو د اسلام آباد له لوره او بل هم د واشنګتن له لوره.

که د افغانستان په خاوره کې د امریکا لخوا د عمر منصور د وژل کیدو ادعاوی د پاکستان په جدی موضع سره مخ شي، پاکستان به له موقعیت څخه به ګټو اخیستو سره پر کابل فشار وارد کړي چې دوي پاکستاني طالبانو مشرانو ته په خپله خاوره کې اجازه ورکوي.

د باکستان دا فشار به سربیره له دې چې بر خپل ځان نړیوال فشارونه کم کړې،د افغانستان په اړه به د نړۍ نظر له خطر سره مخ کړي.

په ورته حال کې،د افغانستان په خاوره کې د امریکا لخوا د عمر منصور وژل کیدل کولی شی د پاکستان په اړه د امریکا نظر واکمن کړي چې دا هیواد هم د همسایه توب له کبله د تروریسم لخوا ضرر لیدلی.

په هر حال، د کابل حکومت باید هوښیار اوسي چې په اوسنې شرایطو کې د کابل په اړه د نړۍ نظر او له تروریسم سره د پاکستان د مبارزۍ نکول بلي خواته بونزې او شرایط په همدې شان خپل په ګټه وساتي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *