د ایټالیا په جنوب کې پرون سې شنبې د ریل د دوو ګاډو په ټکر کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل او ۳۵ تنه ټپیان شول.
دا په وروستیو کلونو کې په ايټالیا کې د ریل ګاډو د ټکر تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل کیږي.
پېښه د ایټالیا باري ښار ته نږدې شوی چې ډېر قربانیان یې د باري پوهنتون محصلان او د ښار هوايي ډګر ته تلونکي مسافر وو.
د اتلسو زخمیانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.
د ایټالیا صدراعظم ماتیو رنزي د دې پېښې له امله میلان ته خپل سفر لنډ کړ او ویې ویل چې د پېښې د علت تر موندلو به کرار نه کښیني.