د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر نن سهار په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی او د بګرام په هوایي ډګر کې د میشتو امریکایي پوخیانو سره لیده کاته کړي دي.
تمه ده چې د امریکا د دفاع وزیر به په کابل کې د خپلې ایسارتیا په وخت د جمهوررئیس محمد اشرف غني او د قاطع ماموریت د جنرالانو سره د افغانستان په حالاتو خبرې وکړي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل چې اشتون کارتر به د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي سره هم د افغانستان په امنیتي مسلو خبرې وکړي.
د افغانستان جمهوري ریاست کې یوې خبرې سرچینې وویل، ټاکل شوې د امریکا دفاع وزیر به د جمهوررئیس محمد اشرف غني سره د خبرو وروسته په یو ګډ خبري کنفرانس کې برخه واخلي او د خپل سفر په هکله به خبریالانو ته معلومات ورکړي.
د ارګ له خوا په یوه خبرپاڼه کې خبریالان نن ماسپښین یو خبري کنفرانس ته بلل شوي دي.
د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر د دوشنبې په ورځ په عراق کې وو.
هغه په عراق کې د ایسارتیا په وخت دغه هیواد ته د ۵۶۰ امریکایي عسکرو د استولو اعلان وکړ.
تیره اونۍ د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما په افغانستان کې د خپل واکمنۍ ترپایه د ۸۴۰۰ امریکایي عسکرو د پاتې کیدو اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت له خوا یې توود هرکلی وشو.