ډاکټر عبدالله:سر له سبا به د ټاکنو د اصلاحاتو لړۍ پیل شي

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، سر له سبا به د انتخاباتي اصلاحاتو لړۍ پیل شي.

ښاغلي عبدالله پرون د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې دوی په دې برخه کې له ولسمشر سره هم موافقې ته رسېدلي دي:

“زموږ له ژمنو څخه یو هم انتخاباتي اصلاحات دي چې سر له سبا به په دې برخه کې کار پیلیږي، هغه پروګرام باندې چې موږ له ولسمشر سره نتیجې ته ورسیدو سر له سبا به په دې برخه کې جدي کار پیل شي.”

تردې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرک هم د وارسا په غونډه کې ویلي چې افغان چارواکو له دوس سره د انتخاباتي نظام د اصلاح ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیز سیسټم د اصلاح لپاره د ولسمشر تقنیني فرمان د دوهم ځل لپاره د ولسي جرګې لخوا رد شوی خو مشرانو جرګې له ځينو تعدیلاتو سره تایید کړی او په دې برخه کې یو ګډ کمېسیون جوړ شوی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل