د افغانستان د څارګرې ملي ادارۍ ریاست وايي د زابل په مرکز قلات ښار کې یې د چاودنو او بریدونو په تړاو۹ کسیزه وسله واله ډله نیولې ده.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او له دغه ریاسته نن په خپره شوې اعلامیې له مخې، نیول شوېو کسانو اعتراف کړی چې له دې وړاندې یې په یو شمېر بریدونو او چاودنو کې یی لاس درلود.
وړاندې په اعلامیه کې یادونه شوې، نیول شوېو کسانو قصد درلود چې د کلات ښار په یو شمېر سیمو کې ماینونه خښ کړي.
تر اوسه وسله والو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.