په خیبر پښتونخواکې سیلابونو ۴۵ کسان وژل دي

خيبر پښتونخوا کې چارواکي وايي، د دې کال له ګڼو بارانونو وروسته د رواتلیو سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۴۵ کسان مړه شوي او له ۲۵ ډېر ټپیان دي.

۳

سیمه کې د روانې جولای میاشتې له پیله ګڼ بارانونه کېږي. د دوشنبې په ورځ د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې ځايي ادارې ( پي ډي ایم اي ) د اوښتي زیان په اړه تازه معلومات خپاره کړي.

دغه معلومات ښيي، چې تېرو لسو ورځو کې ترټولو ډېر زیانونه د چترال په غرنۍ سیمه کې اوښتي. دغه سیمه کې ۲۹ کسان مړه شوي دي. مړو شویو کسانو کې اته پوځیان هم شامل دي.

ویل کېږي، چې تر اوسه د سیلابونو له کبله ۱۰ کسان بې درکه دي. په سویلي کوهاټ سیمه کې د بارانونو له کبله د یو شمېر کورونو چتونه ړنګ شوي او چارواکي وايي پایله کې یې اووه کسان مړه شوي دي، چې د یوې کورنۍ پینځه کسان هم پکې شامل دي.

د دغې ادارې چارواکي وايي، د بارانونو پایله کې سوات، مالاکنډ، مانسهره سیمو کې نهه کسان مړه شوي. اعلامیه زیاتوی ټوله سیمه کې تر اوسه له همدې کبله له ۲۵ ډېر کسان ټپیان شوي او نژدې ۵۰ ودانیو ته زیان اوښتی دی.

ځايي اوسېدونکي د ټپیانو شمېر ډېر ښيي. بل لور ته چترال نه راغلي رپوټونه وايي، چې د سیلابونو له کبله بې ځایه شوې نژدې ۵۰ کورنۍ اوس هم د سرپناه لټون کوي.

صوبايي اسمبلۍ کې د چترال استازي سلیم خان بي بي سي ته ویلي، بې ځایه شوي خلک اوس هم حکومتي مرستو ته منتظر دي.

د پاکستان هوا پېژندني ادارې د سږ کال لومړیو کې د ګڼو بارانونو وړاندوینه کړې وه. دوی دا هم ویلي، چې کېدای شي سږ کال له ۱۰ تر ۲۰ سلنې ډېر بارانونه وشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *