په جوزجان ولایت کې د ۲ میرمنو وژل کیدل

ورسته له هغه چې د هیواد په پلازمینه کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زور واخیست،دا ځل په جوزجان کې دوه میرمنو خپل ځان په دار ځړولی دی.

۲

د جوزجان ولایت د پولیسو د امنیت مشر عبدالحفیظ خاشي خاورمیانه ته وویل چې دا دوه پیښي د شبرغان په ښار کې رامنځ ته شوي دي.د ده په وینا،تیره شپه د شبرغان ښار په یماق تنکه کلې کې یوې ۱۶ کلنې نجلۍ په خپل کور کې ځان ځړند کړ.

خاشي وویل چې دې نجلۍ لوست نه ووکړی او د ځان وژنې علت یی هم لا څرګند ندی خو څیړنې په دې اړه پیل شوي دي.

د ریپوټونو پر بنسټ د دې نجلۍ مړی طب عدلي ته وړل شوی دی.نوموړي زیاته کړه چې، په یوه بله پیښه کې د پولیسو یوه ښځه د شبرغان ښار د میرویس مینه په سیمه کې د خاوند لخوا یی وژل شوې ده.خاشي وویل دا پیښه تیره شپه رامنځ ته شوې او د یادې میرمن خاوند په تیښته بریالی شوی دی.نوموړي چې د دې قتل اصلي لامل کورني شخړي بولي د څیړنو له پیل څخه هم خبر ورکوي.

په جوزجان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په داسي حال کې رامنځ ته کیګې چې  تیره یوه اونۍ  په کابل ښار کې د دریو میرمنو پر مخ تیزاب شنل شوي وو او تیره ورځ هم یوه نجلۍ د خپل ورور لخوا وسوځوله شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *