د عربستان د رسنیو او بی بی سی همکاري

د عربستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر داکتر عادل بن زید الطریفي د شنبې په ورځ په ریاض کې د بی بی سی له یو شمیر کارکونکو سره د میرمن رزیتا لطفي په مشریی سره وکتل.دواړو خواوو په یوه ناسته کې په سیمه کې ورستي رسنیز خبرونه وځیړل.

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،په دي ناسته کې دکتر لطیفي وویل د بی بی سی شبکه به سیمه بیا په ځانګړي توګه په ایران کې ډیر اهمیت ځان ته کسب کړی او د ایراني،عرب،کرد،بلوچ،او ترکمن قومونو په منځ کې ځانګړی اهمیت لري.

نوموړه زیاته کړه:د عربستان د اطلاعاتو او فرهنک وزارت  یوه طرحه رامنځ ته کړې چې له دې لارې به په دریو ژبو فارسي ،انګلیسي او اردو باندي خپرونې خپرې کړې او همداشان د عربستان د اصلاعاتو وزرات د یوې بلې طرحې رامنځ ته کړی چې له دې لارې به د عربستان شبکه تر ۲۰۱۷ کال تر پایه به په ۲۰ ژبو خپرونې خپرې کړې.په همدې موخه د بی بی سی له همکاریو څخه یی ستاینه کړې  همداشان د دې وزارت خپرونې به د بی بی سی له لارې په افغانستان ، ایران او یو شمیر نورو هیواونو کې د خپرلو سره یی علاقه ښودلې ده.

میرمن رزیتا لطیفي د بی بی سی مدیرۍ هم د دواړو خواوو د همکارې یی ستایلې دي او ټینګار یی وکړ چې د دواړو ترمنځ ګډه همکارې شتون لرې چې سیاسی او ټولنیزې هم پکې شامل دي.

په ورته حال کې بهروز آفاق تبریزی د بی بی سی یوه لوړ پوړی مدیر وویل:د عربستان د فرهنګ او رسنیو وزارت د رسنیو له کارونو څخه ملاتړ کړی او د مجلو او ورځپاڼو په پراختیا کې یی هڅې کړي او په دې برخه کې زیاته سرمایه مصرفوي نو د دواړو شبکو بی بی سی د ګډو هدفونو ګټو ته په کتو سره چې عربستان ترې ملاتړ کوی باید دیني مسایلو ته ځانګړي شی.

Author

خروج از نسخه موبایل