د افغانستان پریکړې له کبله په پاکستان کې د اوړو د تولید ۸۰۰ کارخانې بندي شوي دي

د افغانستان د حکومت له خوا د پاکستاني اوړو په واردولو د ګمرکي تعرفو لوړوالي پاکستاني د اوړو میلونه له سخت بحران سره مخامخ کړي دي.

۱

پاکستان ورځپاڼې (روزنامه پاکستان) چې د مجیب الرحمان شامي تر مدیریت لاندې خپرونې کوي تېره ورځ د جولای په ۱۱مه ولیکل چې، افغانستان د هند د فشار په نتیجه کې له پاکستان سره د یو میلیون ټنه اوړو تجارت بند کړ.‌

د پاکستان ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د دې فیصلې له کبله  د پاکستان نژدې ۷۰٪ یا ۸۰۰ د اوړو میلونه بند شوي او  د یادو میلونو کارګر اوس وزګار ګرځي.‌

ویل کیږي چې، پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې له یوې خوا د خپلو افغاني ملېشو له لارې په افغانستان کې د جنګ اور تود ساتي او بلې خوا ته بیا هڅه کوي چې دغه هېواد د خپلو صادراتي موادو د خرڅلاو د مارکېټ په توګه تل پاکستان ته محتاج وساتې.‌

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *