په کابل کې د ځانمرګو بریدونو په لاره اچونکي ونیول شول

د  څارګرې ملي  ادارې کارکونکو دري کسان د ځانمرګی بریدونو په لاره اچونکي نیولي دي.

۲

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د ملي امنیت د خبرپاڼۍ له مخې،دا کسان د کابل نهمې ناحیې په خواجه رواش سیمه کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلې چې یادو کسانو اعتراف کړی چې په ترهګریزو بریدونو کې له هغې ډلې د سپورټي موټر چاودنه، د کابل ښار په یکه توت سیمه کې د پولیسو د موټر چاودنه د (UK) سپورټ په دوکان کې د ماین چاودنه ، د ملي امنیت د یوه کارکونکې په برمته کولو او په یوه ځانمرګې برید  کې یی لاس درلود.

د خبرپاڼې له مخې ،د یادو کسانو له پټنځاي څخه څلور میله تفنګچي،د ټیلیفون په سیستم ۲۱ عیار شوي ماینونه،دوه مقناطیسي ماینونه،د راکټ دري مرمي،دوه لاسې بمونه او یو شمیر نور چاوده دونکې توکې لاس ته راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اونې وړاندې هم د څارګرې ملي ادارې کارکونکو د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې له یوه ځانمرګي برید څخه مخنیوی کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *